IQNA

 په مصر کې د استاد شحات په یاد د قرآن نړیوالې سیالۍ ترسره کیږي

11:55 - May 12, 2025
د خبر لمبر: 3491102
ایکنا - د مصر د ۳۲ نړیوالې قرآني سیالۍ به د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې (د ۱۴۴۷ هـ ق د جمادی الآخر په میاشت کې) د نامتو مصري قاري مرحوم استاد شحات محمد انور په یادسره  ترسره شي.

د مصر د اوقافو وزیر اسامه الازهری په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، دا سیالۍ به د مصري قاریانو د جذابو او اغېزشیندونکو تلاوتونو د ستاینې په موخه ترسره شي.

د سیالیو رشته‌ګانې په لاندې ډول دي: 

د قرآن حفظ (له عاصم  څخه د حفص يه روایت سره) د تجوید، تفسیر او د آیاتونو د نزول شأن سره. 

د غیر عرب‌ ژبو  لپاره د قرآن حفظ (له عاصم  څخه د حفص  په روایت سره) له  تجوید سره. 

د قرآن حفظ (له عاصم  څخه یا  د ورش له نافع  څهه د حفص  په  روایت سره) د تجوید، تفسیر او د قرآن د دستوري  له اړخونو سره. 

د قرآن حفظ (له عاصم  څخه  یا دورش له نافع څخه د حفص په  روایت سره) د ۲۹ او ۳۰ جزء تفسیر سره، چې سرچینه ئې «البیان علی المنتخب فی تفسیر القرآن الکریم» نومې کتاب دی. 

د ښایسته غږ (له تجوید سره قرائت) او د قرآن حفظ د معلولو کسانو  لپاره. 

د قرآني کورنۍ لپاره د قرآن حفظ او د مفاهیمو او دستوري اړخونو درک. 

د قرآني قرائاتو سیالي د سبعه صغری قرائاتو سره د شاطبیه طریقې په اساس.

د یادونې وړ ده، چې د مصر د قرآن نړیوالې سیالۍ تر اوسه د نامتو مصري قاریانو لکه شیخ محمود خلیل الحصري او استاد عبدالباسط عبدالصمد په نومونو ترسره شوې دي

https://iqna.ir/fa/news/4281543

captcha